ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کابل کې د اسلامي نظام د اقتصادي مسولیتونو په نوم علمي کنفرانس جوړ شو

د علومو اکاډمي له لوري په کابل کې د اسلامي نظام د اقتصادي مسولیتونو په نوم علمي کنفرانس جوړ شو.

یاد کنفرانس د علومو اکاډمي د اسلامي بانکوالي د څیړنیز مرکز په نوښت جوړ شوی.

د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند دې کنفرانس ته د یوه پیغام په لیږلو سره ویلي، چې اسلامي امارت د رعیت په وړاندې مشخص مسولیتونه لري او اسلامي امارت اقتصادي پراختیا او د هېواد ځان بسیاینې لپاره ځان ژمن بولي.

د صنعت او سوداګري وزیر نورالدین عزیزي هم د ټولنیزې هوساینې رامنځته کول او د اقتصادي زیربناوو پراختیا د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه بللي او ویلي یې دي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یې مشخص پروګرامونه عملي کړي دي.

له بلې خوا د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي، چې د اسلامي امارت د مسولینو له لوري سالم اقتصادي مدیریت د دې لامل شوی، تر څو افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخو کې په خپلواکه توګه عمل وکړي.

یاد کنفرانس ته د څېړونکو له لوري شاوخوا ۴۰ علمي لیکنې لېږل شوې او کورني صنعت او تولیداتو ملاتړ، د هېواد د ننه خامو موادو پروسس او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کولو او نورو موضوعاتو ته کتنه پکې شوې ده.