د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په نهمه د لویې جرګې په تالار کې په هېواد کې د ملي وحدت ساتنې او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ تر عنوان لاندې د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي یادې غونډې ته ویلي، چې افغان ملت د مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو څخه تشکیل شوی او دا تنوع یوازې د یو او بل د پېژندنې لپاره ده. له بدهمرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې له دې تنوع هر وخت غلطه استفاده شوې ده.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې، چې افغان ملت په ناسالمه توګه په سیاسي احزابو ویشل شوی او دې کار په مهمو ملي موضوعاتو کې د افغانانو اتحاد له منځه وړی او له همدې وجې موږ تر اوسه معناداره ملي اتحاد نه دی تجربه کړی.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په وینا؛ ټولو افغانانو د متجاوزینو په مقابل کې یو ځای مبارزه او جهاد کړی، د اسلام مبارک دین د ارشاداتو او د هېواد د لویو موخو په ترلاسه کولو کې یې فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت اوسنی حاکمیت د ټولو افغانانو د قربانیو پایله ده.
ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي وحدت ساتنه مهمه بللې او زیاته کړې یې ده؛ هغو ملتونو چې خپل منځی اتحاد او یووالی یې ساتلی، په ډېره اسانۍ لویو موخو ته رسېدلي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او له یو شان حقوقو څخه برخمن دي. دلته د اقلیت، قومیت او مذهب پر اساس بې معنا توپیرونه نشته. اسلامي امارت د افغانستان د قومونونو تنوع ته د ملي وحدت د سمبولونو په سترګه ګوري او د ملي وحدت پر سالمه ساتنه ټینګار کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د سني او شیعه ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره منفي پروپاګند کوي او له دې څخه یوازې د خپلو شومو موخو لپاره استفاده کوي.
محترم ملا صاحب ټولو هېوادوالو ته ډاد ورکړی، چې اسلامي امارت ستاسي نظام دی. دا نظام د هر افغان له مال، عزت، وینې او ناموس څخه کلکه دفاع کوي او دا کار خپل مسلم مکلفیت او مسوولیت ګڼي. پکار ده چې خپل منځی اتحاد او یووالی وساتو، له ټولو اختلافاتو تېر شو او خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړو.
دا غونډه د اهل تشیع عالي کمېسیون له لوري په هېواد کې د ملي وحدت ساتلو او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په موخه د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه.
د هېواد د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مخورو، علماوو او ځوانانو ګډون پکې کړی وو او ویناوالو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ څرګند او د ملي وحدت پر ساتنه یې ټینګار وکړ.