ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا له رییس سره ذاکر جلالي کتنه؛ د کابل او انقره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې

د بهرنيو چارو وزارت دويم سياسي ریس ذاکر جلالي د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس او په کابل کې له پخواني سفير جهاد ارګن‌ای سره وکتل.

 بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې.

 یاد وزارت زیاتوي، دې کتنه کې ښاغلي جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا برخه کې د عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر لیک سپارلی دی.

 د یاد وزارت په وینا؛ دې کتنه کې جهاد ارګن‌ای د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي سلا مشورې مهمې بللې او زياته کړې یې ده، چې هېواد يې غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان خپلې اړیکې لا پراخې کړي.