د ملي دفاع وزارت وایي، د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۱۹۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادرعبیده او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي؛ په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه هم ترلاسه کړئ همداراز په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې منسوبين د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په پار وهڅوئ او له ولسونو سره د نبوي اخلاقو په رڼا کې چلند وکړئ، تاسو د اسلامي نظام استازي یاست.
ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی او مراسم فارغانو ته د مسولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.