د ملي دفاع وزارت وایي، د حقوقو ریاست ٣٠ تنه ځوان منسوبین د حقوقي مسلکي زده کړو له څلور میاشتني زده کړو څخه د يو لړ مراسمو به ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د حقوقو ریاست رییس مولوي مسیح الله مؤذن، د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسدالله اعزاز او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مولوي اسدالله اعزاز په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا کوم اسلامي نظام چې موږ او تاسو ته په لاس راغلی دا همداسې مفت نه دی راغلی په دې باندې مو زرګونه قربانۍ ورکړې دي، نو موږ او تاسو باید د راکړي نظام شکرانه ادا کړو، او شکرانه یی دا ده چې خپلو کارونو ته متوجه شو، وظیفوي غفلت ونه کړو او همدارنګه د اسلامي نظام کلکه ساتنه وکړو.
ورته مهال فارغ شویو منسوبینو اسلامي نظام ته د خدمت کولو په پار بشپړ چمتووالی ښودلی.