ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت د دوحې پریکړو له مخې نه بلکې د خپلې پالیسۍ له مخې حکومت کوي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، اسلامي امارت  د دوحې تړون ټولې مادې پلي کړي خو امریکا خپلې کړې ژمنې ماتې کړي او دغه  تړون ته ژمنه نه ده  پاتې شوې.

مولوي ذبیح مجاهد زیاتوي؛ د دوحې تړون نور پای ته رسیدلی او اسلامي امارت د دغه تړون  له مخې نه بلکې د خپلې پالیسۍ له مخې حکومت پرمخ وړي.

د سیاسي چارو شنوونکي د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه د اسلامي امارت لپاره لویه لاسته راوړنه بولي او وايي، د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې امریکايي اشغال  پای ته ورسېد او نوی حکومت رامنځته شو.

دوی هم امریکا دوحې تړون ته په نه ژمنتیا تورنوي.

پینځه کاله وړاندې د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د قطر مرکز دوحه کې د افغان سولې تړون لاسلیک شو، چې د دغه تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او په دې هېواد کې د امریکا ۲۰ کلن اشغال پای ته ورسېد.