ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالخالق عابد د ځاځي قوم له مشرانو سره لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد د پکتیا ځاځي قوم له مشرانو او استازو سره لیدنه کړې.

لیدنه کې د یاد قوم په استازیتوب مخورو د اسلامي امارت له راتګ څخه یې خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، ځاځي قوم د هیواد یو با نفوسه قوم دی، چې د خوست، میدان ښار او کابل ولایتونو سربیره د پکتیا په اریوب ځاځي، ګردېز او څمکنیو ولسوالیو کې استوګنه لري.

مشرانو، د یاد قوم د قومي شوراګانو او نورې اړوندې ستونزې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال سره شریکي کړي او د پاملرنې غوښتنه یې کړې.

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال د یاد قوم مشرانو او استازو په راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ چې د اسلامي امارت ټول مسولین شپه او ورځ د ولس په خدمت کې لګیا دي، دوی مسولین نه بلکې ستاسي خدمتګاران دي.

ښاغلي عابد زیاته کړې، موږ به ستاسې ستونزې له اړوند ارګانونو سره شريکې کړو او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره کړو.