د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، “د اوکراین مشر ولادمیر زیلینسکي د روسیې سره سولې ته چمتو نه دی او په سپینه ماڼۍ کې یې د امریکا بې احترامي کړې ده.”
ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د خپل مرستیال جې ډي ونس په ملتیا یې پرون (جمعه، د کب ۱۰مه) په سپینه ماڼۍ کې له زیلینسکي سره ولیدل.
دا لیدنه چې د نادره معدني موادو د هوکړې د لاسلیک لپاره پلان شوې وه، په لفظي شخړه بدله شوې ده.
زیلینسکي له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته د ټولنیزو شبکو له لارې د امریکا له مشرانو او ولس څخه د مرستو مننه کړې، خو ټینګار یې کړی چې اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري.