د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د اوزبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرتاف په مشرۍ، د دواړو هېوادونو سوداګریز پلاوي د اوزبیکستان په ترمذ ښار کې ناسته کړې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په دې ناسته کې د اوزبیکستان لهخوا د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې پر موضوعاتو لکه، د حیرتان بندري ښارګوټي کې د اقتصادي-سوداګریز کمپلیکس جوړول، د خوراکي موادو تولید او پروسس، د چرګانو روزنه، د درملو صنعت، د سمنټو او ساختماني توکو تولید، باغداري (د پستې بڼونه)، د سبزیجاتو او مېوو پروسس په اړه خبرې شوې دي.
د دې پروژو ارزښت په لومړي پړاو کې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو اوړي او د بلخ، سمنګان او کندوز ولایتونو کې به عملي کېږي.
د دې وزارت په وینا؛ یاده ناسته کې دغه راز په ترمز ښار کې د سیمهییز نندارتون جوړولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خونو جوړولو، د ګمرکي همکاریو پراخولو، د کرنیزو همکاریو پراخوالو، د سوداګرو لپاره د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو اسانتیاوو برابرول او د سوداګرو د ستونزو حل لپاره د ګډې کمېټې جوړولو په اړه خبرې شوې دي.