د عامې روغتیا وزارت روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي ننګرهار ته د سفر پر مهال دې ولایت کې د سرطاني ناروغیو درملنې نوي جوړېدونکي ۵۰ بستریز روغتون او په سیمه ییز روغتون کې د یو شمېر جوړېدونکو برخو له چارو لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د روغتیا وزارت مرکزي رییسانو، د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.
مولوي عبدالولي حقاني د سرطاني ناروغیو ۵۰ بستریز او سیمه ییز روغتون بېلا بېلې برخې له نږدې لیدلي او په روغتونونو کې یې په نویو رامنځته شويو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې ده.
دغهراز نوموړي مسولینو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو په موخه سپارښتنې کړي او د خدماتو لا ښه والي په موخه یې د همکاریو ډاډ څرګند کړی.
په ورته مهال مولوي عبدالولي حقاني ، د بي بي فاطمةالزهرا ولایتي روغتون له خدمتونو هم لیدنه کړې او اړوندو مسولینو ته یې سپارښتنې کړي، چې د ناروغانو ستونزو ته په وخت رسېدنه ترسره او د درملنې برخه کې یې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.