د ریاست الوزرا دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو سره لیدنه کړې.
په پیل کې د اهل هنودو او سیکانو شورا حقوقي سلاکار سمیع الله محرابي، د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د اهل هنودو او سیکانو ستونزو او د هغوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ستنولو لپاره د پیل شویو اقداماتو ستاینه کړې او ویلي یې دي، په دې برخه کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی له ځانګړي پاملرنې دوی ډېر خوښ دي.
دوی د غصب شویو ځمکو د بېرته ستنولو موضوع کې د اهل هنودو او سیکانو د وکالت، د مذهبي اماکنو د بیارغاونې، د نیمه پاتې چارو د بشپړولو او د برېښنا ستونزې د حل په اړه خپل وړاندیزونه شریک او ورته د پاملرنې غوښتنه یې کړې.
اهل هنودو او سیکانو د جلال اباد ښار په اوله ناحیه کې د یو سوداګریز مارکېټ موضوع هم مطرح کړه او د حل لپاره یې د خپلې شورا په استازیتوب لیکلې عریضه هم د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس سره شریکه کړې.
د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د یادې شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان د ټولو هېوادوالو شریک کور دی او اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو د ستونزو حل خپل مسولیت بولي.
ډاکټر ملا عبدالواسع د اهل هنودو او سیکانو شورا غړو ته ډاډ ورکړی، چې په وړاندیزونو به یې غور او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.