ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل علماوو شورا رییس د یاد ولایت لاسته راوړنې ستایلي

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت علماوو شورا له رییس خلیفه دین محمد او غړو سره لیدنه کړې.

شیخ محمد قاسم خالد په کابل ښار کې د بشپړ ډاډمن امنیت تامین او همدارنګه په نورو برخو کې د ولایتي ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د علماوو شورا رییس او غړو ته معلومات ورکړي.

ښاغلي خالد نوموړو ته ویلي، اوس کابل ښاریان شپه او ورځ پرته له کوم امنیتي ګواښ څخه ګرځېدلی شي.

نوموړي زیاته کړې، چې ولایت مقام تل د کابل ولایت د اوسېدونکو لپاره خدمات وړاندې کوي او ستونزو ته یې رسېدنه کوي.

کابل والي همدارنګه د محرم الحرام میاشتې ته په اشاري سره ویلي، چې کابل ولایت مقام د زړورو امنیتي ځواکونو پر مټ او د هېوادوالو په همکاري د اهل تشیع هېوادوالو مذهبي مراسم په ښه امنیتي تدابیرو او ډاډمنه فضا کې ترسره شوي.

د علماوو شورا رییس او غړو په بېلابېلو برخو کې د کابل ولایت مقام فعالیتونه او لاسته راوړنې ستایلي او په چارو کې یې ورته د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړې.