د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانانو د نړیوالې شورا او د افغانستان د ملي او نړیوالې بیارغونې بنسټ له رییس درمحمد اشنا او د یادې شورا له غړو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د شورا غړو د کرنې، انرژۍ او برېښنا په برخو کې د پانګونې او فعالیت لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او د همکارۍ غوښتنه یې کړې.
دوی د افغانستان د بیارغونې او د خلکو د اقتصاد د ښهوالي لپاره خپل سفر او فعالیتونه مهم بللي او د کار د پیل لپاره یې ورته د یو میلیون جریب ځمکو د ځانګړي کېدو غوښتنه کړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادو پانګوالو له لیوالتیا مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې د هېواد پرمختګ ګډو هڅو او کار ته اړتیا لري.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به له دوی سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي.