ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې

اسرائیلي رژیم غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او ګواښ یې کړی، چې که حماس د اوربند لومړي پړاو له غځولو سره هوکړه ونه کړي ښې پایلې به ونه لري.

د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې غزې ته ټول لېږدېدونکي توکي او اکمالات به بند شي.

حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلو دا پرېکړه جنګي جنایت بللې او له منځګړو یې غوښتي، تر څو صهیونیستي رژیم اړ کړي چې د اوربند شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د یاد غورځنګ یوه ویاند ویلي، چې اسرائیل د اوربند تړون ماتولو هڅه کوي او د مرستو بندېدو پرېکړه یې ”بازاري باج اخیستنه، جنګي جنایت او په ښکاره ډول په اوربند برید” ګڼلی دی.

د غزې د اوربند لومړی پړاو د تېرې یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد او صهیونیستي رژیم یې په لنډ مهاله توګه د راتلونکو شپږو اونیو لپاره غځول تایید کړل.

حماس بیا دا طرحه رد کړې او ویلي یې دي، چې تر هغو به د لومړي پړاو پر غځولو هوکړه ونه کړي، تر څو امریکايي، قطري او مصري منځګړو د دویم پړاو د پیلېدو تضمین نه وي کړی.