د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اف اې او له رییس ریچارد ترینچارد سره مشورتي لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د شمالي ولایتونو لپاره د ملخانو پر ضد د مبارزې کمپاین، د بهرنیو بنسټونو مرستو جذب، د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، کرنتیني فعالیتونه، د نیالګیو کېنولو کمپاین کې ګډون، د څارویو خوراکه برابرول، د مالدارۍ سروې او د کرنیزو محصولاتو د څېړنو په اړه خبرې شوې دي.
همداراز دواړو لوریو د بېوزلۍ کمولو او د خلکو د اقتصاد د ښهوالي لپاره د کرنې او مالدارۍ د ودې پر ارزښت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو او همغږۍ پر پراخولو هوکړه کړې ده.