د مالیې وزارت وايي؛ د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوه اوونیو کې د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه هغه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په نیول شویو توکو کې ۱۰ زره او ۷۷۸ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۱۱ زره او ۵۶۶ کیلو ګرامه انساني، حیواني او زراعتي درمل، درې زره او ۹۲۲ کیلو ګرامه شامپو، درې زره او ۳۰۰ کیلو ګرامه ګوړه، ۱۵ زره او ۹۲۰ کیلو ګرامه کینو، شپږ زره او ۷۸۰ کیلو ګرامه کاکو، دوه زره او ۸۲۵ کیلو ګرامه لوبیا، درې زره او ۸۷۰ کیلو ګرامه رُب، یو زر او ۸۲۸ کیلو ګرامه بسکیټ، دوه زره او ۴۳۰ کیلو ګرامه پاکټي کوچ، یو زر او ۱۲۵ کیلو ګرامه د مخ کریم، یو زر او ۶۰ کیلو ګرامه اچار، یو زر او ۵۰ کیلو ګرامه مالګه، یو زر او ۳۰۰ کیلو ګرامه تار، دوه زره او ۷۰۰ کیلو ګرامه د ماشومانو پمپر، ۲۸۵ کیلو ګرامه ملایي، ۳۵۰ کیلو ګرامه مکروني، ۱۲۰ کیلو ګرامه وچې شیدې، ۴۴۸ کیلو ګرامه چسپ او ۱۱۰ کیلو ګرامه دال شامل دي.
یاد وزارت زیاتوي، نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت د ګرځنده څارنې کارکوونکي په ټول هېواد کې ګرځنده څارنې کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.