ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو په غزه کې دوه فلسطینیان شهیدان کړي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو د غزې په سویلي ښار رفح کې دوه فلسطینیان شهیدان کړي او په خان یونس سیمه کې یې درې نور ټپيان کړي دي.

دې بریدونو د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی کړی او فلسطینیان یې یوه نوي کړکېچ ته اندېښمن کړي.

پر دې سربېره اسرائیلي رژیم غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې.

حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلو دا پرېکړه جنګي جنایت بللې او له منځګړو یې غوښتي، تر څو صهیونیستي رژیم اړ کړي چې د اوربند شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۳۸۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۱ زره او ۸۰۳ نور ټپيان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر لږ تر لږه ۶۱ زره او ۷۰۹ اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.

اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر غزه برید وکړ او په ۱۵ میاشتنۍ جګړه او جنایاتو کې یې د د دې تړانګه د ودانیو لږ تر لږه ۶۰ سلنه ویجاړې او له منځه یووړې.

د غزې د اوربند لومړی پړاو د تېرې شنبې په ورځ پای ته ورسېد او صهیونیستي رژیم یې په لنډ مهاله توګه د راتلونکو شپږو اونیو لپاره غځول تایید کړل.

حماس بیا دا طرحه رد کړې او ویلي یې دي، چې تر هغو به د لومړي پړاو پر غځولو هوکړه ونه کړي، تر څو امریکايي، قطري او مصري منځګړو د دویم پړاو د پیلېدو تضمین نه وي کړی.