ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد د ورزش ادارې له لوري د ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبډ‌لو ورزشکارانو ته د عصریې د وېش بهیر پیل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د هېواد د ۵۲ ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبډلو ټولو ورزشکارانو ته چې له مرکز او ولایتونو څخه یې شمېر درې زره او ۷۶۷ تنه کېږي، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د عصریې د وېش بهیر پیل شو.

په دغه بهیر کې د ورزشکارانو د عصریې لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، چې د ملي لوبډلو ټول ورزشکارانو به د یو کال عصریه ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه عصریه به د یوې ځانګړې کمېټې له لوري ورزشکارانو ته ووېشل شي، چې په لومړۍ ورځ یې د پينځو ورزشي فدراسیونونو (ووینام، پاورلفټنګ، فول رزم، سکی او زور خانه يي) ورزشکارانو ته ووېشل شوه.

په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي، ورزشي  سلاکار قاري حیات الله رحماني، د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د عصریې د وېش کمېټې غړو او د پينځو فدراسیونونو ورزشکارانو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې مولوي احمدالله وثیق د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه او نورو مسولینو څخه مننه وکړه، چې د ورزشکارانو د عصریې په برخه کې یې له دوی سره مرسته وکړه.

ښاغلي وثیق همداراز په روان کال کې د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو د ملي لوبو پر اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو ورزشکارانو په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی، چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو ګڼ شمېر مډالونه یې ګټلي دي.