ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه اړوندو ادارو ته وړاندې شوه

د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ چمتو کړې، په یوه غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړو مسولینو ته وړاندې شوه.

یاده طرحه د قوش‌تیپې کانال شاوخوا ځمکو د اغېزمنې استفادې لپاره چمتو شوې، چې په همدې موخه په کرنې وزارت کې یوه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني، د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند، د چارو ادارې رییس مولوي نورالحق انور، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مولوي مجیب الرحمن اخوندزاده په ګډون دایره شوه.

د غونډې په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د قوش‌تیپې کانال پر اهمیت او د دې طرحې د چمتو کولو پر موخو خبرې وکړې.

نوموړي وویل: ”د قوش‌تیپې کانال د جوړېدو چارې په ښه توګه مخ ته ځي او له بشپړېدو وروسته باید د دې کانال شاوخوا ځمکې په موثر ډول وکارول شي. په دې سیمو کې باید منظمو صنعتي، کرنیزو او مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل شي. یاده طرحه همدې موخې ته چمتو شوې او نن وړاندې کېږي. د کانال مدیریت د کرنې وزارت پر غاړه دی، خو اصلي رول به خصوصي سکتور او پانګوال ولري، ترڅو له خپلو پانګونو سره د افغانستان د اقتصادي ځان‌بسیاینې اوښتون رامنځته کړي “.

وروسته، د کرنې وزارت د څړځایونو د تنظیم رییس سید خالد صاحب‌زاده د دې طرحې جزیات وړاندې کړل.

نوموړي وویل؛ چې دا طرحه پینځه اساسي برخې او ۹۱ موارد لري، چې د مهمو برخو په ډله کې یې د صنعتي کمپلکسونو جوړول، د ځمکو ارزونه او اصلاح، سالم مدیریت او مشري، د کانال ساتنه او مراقبت، تولید شوي محصولاتو ته بازارموندنه او پانګوالو او خصوصي سکتور ته تشویقي کڅوړې وړاندې کول شامل دي.

سید خالد صاحب‌زاده د طرحې ټول موارد په تفصیل سره تشریح کړل او د حاضرینو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

په دې ناسته کې د څلورو اړوندو ادارو چارواکي، سلاکاران، انجینران او متخصصین هم حاضر وو، چې په تېرو اونیو کې یې د طرحې په چمتو کولو کې ګډون کړی و.

دا طرحه د طبیعي سرچینو د غوره استفادې او د قوش‌تیپې کانال شاوخوا سیمو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي او تمه ده، چې د خصوصي سکتور او پانګوالو په همکارۍ به په دې سیمه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.