د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عرب مشرانو له لوري تصویب شوې ده.
د الجزیرې د راپور لهمخې، دا طرحه د عرب مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون (سهشنبه، د کب ۱۴مه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه.
دا طرحه درې پړاوونه لري؛ لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوي، چې د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمهویجاړو کورونو بیارغونه پکې شامل دي.
دویم پړاو یې دوه کاله دوام کوي، چې بیا هم د وېجاړیو پاکول، د اوبو او برېښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول پکې شامل دي.
درېیمه مرحله یې دوهنیم کاله دوام کوي، د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړۍ فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه پکې شامل دي.
په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.
دا طرحه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې بدیل ګڼل کېږي، چې غوښتل یې فلسطینیان له غزې څخه وایستل شي او سیمه اشغال شي.