ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې له یوې همکارې موسسې سره د ګډو همکاریو هوکړه کړې

د د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، د RRDPO موسسې د پروژې له مسول سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په ګډو همکاریو خبرې شوي او چارو د ښه پرمختګ لپاره یې د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړی.

ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره تل له مرستندویه موسسو سره د هغوی د فعالیتونو د ښه ترسره کولو په برخه کې همکاري کوي، د دوی فعالیتونه د هېوادوالو لپاره ګټور دي.

وروسته، د RRDPO موسسې د پروژې مسول د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، دا پروګرام د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلي کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې پروژې په چوکاټ کې، RRDPO  موسسه د تخنیکي، اداري او سروي چارو مسولیت لري او په بېړنیو حالاتو کې به د ۳۰ زره او ۵۱۳ ډالرو په ارزښت دا پروګرام پلي کړي.

د هوکړه لیک له مخې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ به د بېړنیو حالاتو پر مهال ۲۴۵۰ کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې د ۱۰۰ کیلوګرامه اوړو، ۱۲.۵ کیلوګرامه نخود، ۹.۱ کیلوګرامه غوړیو او یو کیلوګرامه مالګې د مرستو بستې د RRDPO موسسې په همغږۍ ووېشل شي.