د افغانستان د کرېکټ نولس کلنه کم عمره ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې نیپال ته سفر وکړي، ترڅو د کوربه هېواد د ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کړي.
له یادو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د نولس کلنو نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې هم ګډون وکړي، چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه به په نیپال کې پیل شي.
افغان لوبډله به د کوربه نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په دریمه نېټه پیل کړي چې دوه نورې لوبې به یې د همدې میاشتې په شپږمه او نهمه نېټه د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې ترسره شي.
افغان ځوانانو تېره میاشت په خوست ولایت کې د خپلو راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه دویم پړاو یو میاشتنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړ، چې ۱۹ لوبغاړو پکې ګډون درلود. په دې موده کې لوبغاړو د مجربو روزونکو تر څار لاندې د لوبې په ټولو برخو کې غوره تمرینات ترسره کړل.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې لومړی تمریناتي کمپ په ننګرهار ولایت کې ترسره شوی و، چې ۳۰ لوبغاړو پکې ګډون درلود او د چاڼ له اړوند لړۍ وروسته ۱۹ غوره لوبغاړي وټاکل شول او هغوی ته په خوست کرېکټ لوبغالي کې د ارزونې، چمتووالي او تکړښت ځانګړی کمپ پیل شو.
ټاکل شوې ده، چې افغان لوبډله د روانې روژې مبارکې میاشتې په اوږدو کې یو بل لس ورځنی تمریناتي کمپ هم ترسره کړي، چې په ترڅ کې به یې وروستي ۱۵ لوبغاړي وټاکل شي او به د خپلو راتلونکو مهمو نړیوالو سیالیو لپاره لا زیات چمتووالی ونیسي.
د نیپال نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالیو مهالوېش:
نېټه | لوبه | لوبغالی |
پنجشنبه، د اپرېل میاشتې دریمه نېټه | لومړۍ یو ورځنۍ لوبه | کټمنډو، نیپال |
یکشنبه، د اپرېل میاشتې شپږمه نېټه | دویمه یو ورځنۍ لوبه | کټمنډو، نیپال |
چهارشنبه، د اپرېل میاشتې نهمه نېټه | دریمه یو ورځنۍ لوبه | کټمنډو، نيپال |