د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال ملا زین العابدین عابد د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پرانیستلو په مراسمو کې ویلي، چې هېواد کې د نیالګیو کېنولو لپاره یوه طرحه د کابینې تر تایید وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین حفظالله ته استول شوې، چې په منظورۍ سره به یې تر ۱۴۱۰ لمریز کال پورې ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شي.
ښاغلي عابد زیاته کړې، چې د دې طرحې په منظورۍ سره به د افغانستان ۱۰ سلنه برخه ځنګلونه شي.
د ملا زین العابدین عابد په وینا، د ځنګلونو ساتنه هېواد له منفي اقلیمي بدلونونو څخه خوندي کولای شي.
د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهیدخیل په یادو مراسمو کې د ښاروالۍ فعالیتونو ته په اشارې سره ویلي، چې د اسلامي امارت مسولینو په کمو امکاناتو لوی کارونه کړي دي.
ښاغلي شهیدخیل زیاته کړې، سربېره پر دې چې اسلامي امارت په اقتصادي محاصره کې دی، خو د افغانۍ ارزښت په ښه توګه ساتل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ د نړۍ پرمختللو هېوادونو پر دې اعتراف کړی، چې اقتصاد او بانکولۍ باید له اسلامي امارت څخه زدهکړل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم د هوا پاکولو، اقلیمي بدلون خوندي ساتلو او سمسورتیا لپاره ګټور بللي او له خلکو یې غوښتې چې په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
ښاغلي اعظم ویلي، چې په هېواد کې نیالګي او ځنګلونه د هوا پاکولو په برخه کې د سږو حیثیت لري او همدا راز کېنول او پالنه یې د دنیا او اخرت ګټه ده.
پر دې سربېره ګڼو مسولینو د ونو د کېنولو او پالنې په ارزښت خبرې کړې او له هېوادوالو یې غوښتې، تر څو د هېواد د سمسورتیا او زرغونولو په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.