ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي او اوسپنیزې کرښې مرستیالانو هم شتون درلود او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزیر، علیرضا بیګدلي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ افغانستان او ایران یو له بل سره اوږدمهاله دیني، ټولنیزې، اقتصادي، تاریخي او سیاسي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه کړې.

دغه راز دواړو لورو په افغانستان کې د ایران هېواد له لوري د پلي شویو پروژو په هکله هر اړخیز بحث کړی او د ابونصر فراهي (میل ۷۸) سړک په اړه چې پخوا یې رغنیزې چارې د ایران هېواد له لوري پيل شوې وې او د بېلابېلو عواملو له امله یې چارې ځنډېدلې وې هم خبرې کړې دي.

د ایران سفیر ژمنه کړې، چې د ټولګټو وزارت په همغږۍ سره به د یاد سړک رغنیزې چارې د اتو میاشتو په جریان کې بشپړې او د ټولګټو وزارت ته وسپاري.

همدارنګه په دې ناسته کې د ایران سفیر د میلک دویم پل چې افغانستان په زرنج مرزي سیمه کې له ایران سره نښلوي هم خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان سره په هوکړې سره به د دغه پل رغنیزې چارې هم پیل شي.

همداراز په یاده لیدنه کې د میدان ښار–بامیان سړک په اړه هم خبرې شوي دي او د یاد سړک د بیاکتنې په اړه کمېټه ټاکل شوې، چې دغه پروژه له نږدي وګوري؛ که چېرې یې کومې برخې تخریب شوې نه وي ټولګټو وزارت ته و سپارل شي او که چېرې تخریبات او ستونزې ولري قراردادي شرکت ژمنه کړې، چې د تخریب شوې برخې ترمیم او وروسته یې ټولګټو وزارت ته وسپاري.

په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی.