ملګرو ملتونو له خپل بیړني صندوق څخه په یو شمېر هېوادونو کې د بشري مرستو د تامین لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل.
دغه ګام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د یاد هېواد د بهرنیو مرستو او د امریکا د پراختیایي ادارې «USAID» په ګډون د یو شمېر مرسته رسوونکو بنسټونو د بودیجې له لغوه کېدو وروسته اخیستل شوی.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم په روان کال کې د مالي مرستو د بېساري کمښت خبرداری ورکړی و.