د لوړو زده کړو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ حامد حسیب ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ چې د ټولنې د اړتياوو په پام کې نيولو سره د مسلکي بشري ځواک د روزلو لپاره په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د لېسانس په کچه ۲۹ پوهنځي، ۶۵ ډيپارټمنټونه او ۲۴ شپنۍ تحصیلي پروګرامونه ایجاد شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د متخصص بشري ځواک د پياوړتيا او مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه نهه د دوکتورا او ۴۰ د ماسترۍ پروګرامونه او په ۲۵ امارتي پوهنتونونو کې د څېړنو معاونیتونه رامنځته شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي ویلي، د هېواد په زونونو کې دیني جامعات رامنځته شوي او همدارنګه ۱۵۸ تنه د ماسټرۍ او ۸۱ تنه د دوکتورا پروګرامونو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږل شوي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه په علمي او تحقیقي برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له لاسته راوړنو څخه؛ د ۷ نړیوالو او ۳۳ ملي ژورنالونو رامنځته کېدل، په ټولیز ډول د ۹۰ تحصیلي نصابونو نهایي کېدل، د ۶۱ تالیفي، ۱۸۶ څېړنیزو او ۱۹۳ ژباړل شويو علمي اثارو د چارو بشپړېدل او په نړیوالو ژورنالونو کې د ۸۰۷ او په ملي ژورنالونو کې د یو زر او ۵۵۰ علمي مقالو خپرېدل بللي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې هېواد په کچه د لوړو زده کړو بنسټونو کې ۴۷۱ زره او ۳۶۰ محصلین په زده کړو بوخت دي.
دوکتور لطف الله خیرخواه زیاته کړې، چې د لوړو زده کړو وزارت او سکتوري وزارتونو او ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ، محصلینو عملي زده کړو، فارغ التحصیلانو ته د کارموندنې او وزارتونو د مسلکي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه زیات شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
ښاغلي خیرخواه ویلي، چې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د شیخ زاید او پکتیا پوهنتونونو تدریسي روغتونونه فعال شوي، د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک روغتون ته ارتقا کړې، د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز په شمول ګڼ شمېر نوې طبي برخې فعالې شوې او تدریسي روغتونونه په عصري وسایلو سمبال شوي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال په وینا، په امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د څه باندې ۴۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ ودانیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رییس روح الله روحاني ویلي، د نویو پوهنځیو، ماسټرۍ، دوکتورا او شپنیو پروګرامونو رامنځته کول، د نصابونو بیا کتنه، د درسي او علمي اثارو څېړنه، د څېړنیزو مرکزونو او لابراتوارونو تجهیز او د ظرفیت لوړولو په موخه د سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول د ۱۴۰۲ کال لپاره د یاد وزارت له عمده پلانونو څخه دي.