د پکتیکا ولایت ښرنې ښاروالۍ او کور او ښار جوړولو ریاستونو په ګډه هڅه په ۱۴۰۳هـ ش کال کې د ښرنې ښار لپاره د نوي منظور شوي پلان د تطبیق او شاوخوا ۶ ميليونه ډالرو په ارزښت بېلابېلو بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې.
د يادو پروژو چارو د پيل په مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مـولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي، نن د ښرنې ښار لپاره د یو داسي وسعي او اصلاحي پلان د تطبیق عملي پیلوو، چې پکې د ښار معیاري پراختیا ته زمینه برابريږي.
ښاغلي سعادت زیاته کړې، چې په دغه نوي منظور شوي پلان کې په اساسي ډول ګڼ شمېر مارکېټونه، عمومي او فرعي سړکونه، مسجدونه او نورې ضروري او ښاري اسانتیاوي شاملې دي.
د ښرنې ښاروال مولوي سردار ولي ثابت ویلي، چې په دې پروژو کې د ښرنې ښار په کټواز مسیر دوه سړکونه او د یادو سړکونو په امتداد مارکېټونه شامل دي، چې لومړی سړک ۷۵۹ متره اوږد او ۱۸ متره پلن دی چې د دغه سړک په امتداد شاوخوا ۴۵ مارکېټونه او یو مسجد د خصوصي سکتور له لوري په اساسي شکل جوړېږي.
دغهراز دويم سړک هم چې اوږدوالی یې ۹۵۱ متره او پلنوالی یې ۱۵ متره دی په امتداد یې شاوخوا ۴۵ مارکېټونه او يو مسجد د خصوصي سکټور له لوري جوړیږي.
د پکتيکا ولايت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد طاهر سیف الـجهاد ویلي؛ دا چې پخواني پلان د معیار او اړینو ښاري اسانتیاو درلودو ظرفیت نه درلود په همدې خاطر یې د ولایت مقام او ښرنې ښاروالۍ ریاست په همکارۍ نوی وسعي او اصلاحي پلان منظور کړی، چې دغه پلان به وکولای شي د خلکو او د یو معیاري ښار غوښتنې پوره کړي.
په یاده سیمه کې پانګوال د نوي پلان د منظوري په برخه کې د ښاروالۍ هڅې ستایي او ډاډ ورکوي، چې خپلې پانګې به د خپل ښار د پراختیا او ودې په لاره کې په کار واچوي.
په یاد منظور شوي اصلاحي، پراختیایي او تفصیلي پلان کې “۲۱۶” مارکېټونه، “۸” فرعی سړکونه، مسجدونه، ښاري تشنابونه، د اوبو ذخیرې، معیاري کانالیزاسیون سیستم او نورې ټولې اړينې ښاري اسانتیاوي شاملې دي.