د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ايران مذهبي مشر ايت الله علی خامنهاي ته يې ليک استولی او د اټومي مذاکراتو بلنه یې ورکړه ده.
په ملګرو ملتونو کې بیا د ایران استازولۍ په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته ویلي، چې له ټرمپ یې کوم لیک نه دی ترلاسه کړی.
د اسوشيټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر خامنهاي ته په لېږل شوي ليک کې هيلهمندي ښودلې، چې خبرو ته چمتو شي، خو که نظامي اقدام وکړي دا به وحشتناکې پايلې ولري.
ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، دا غوره ګڼي چې له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې، دا نشي کېدای چې ایران دې اټومي وسلې ولري او یو څه باید وکړو.