ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزارت: هېواد کې د ښوونځیو شمېر  ۱۸ زره او ۱۰ ته لوړ شوی

د پوهنې وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو مرستیال مولوي کرامت الله اخندزاده ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ زده کړې ته د لاسرسي په موخه دهېواد په کچه ۱۲۱ نوي ښوونځي جوړ شوي، چې له دې سره د عمومي زده کړو د دولتي اوخصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زره او ۱۰ ته رسیږي.

د نوموړي په وینا، د عمومي زده کړو د ټولو زده کوونکو شمېر ۱۰ مېلیونه ۱۸۹ زره او ۶۳۴ تنو ته رسیږي.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړې، په ټولیز ډول ۳۳۰ زره او ۹۵۰ تنه طالب‌العلمان دي، چې په یو زر او ۱۴۲ مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.

مولوي کرامت الله اخندزاده ویلي، د هېواد په کچه ۲۶.۲ مېلیونه د عمومي زده کړو کتابونه وېشل شوي او همدارنګه له ۱۶ زره او ۳۰ ښوونځیو، دوه زره او ۴۴۱ کلیوالي او چټکو زده کړو ټولګیو او ۳۸۹ د سواد زده کړې له کورسونو څخه څارنه شوې ده.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو مرستیال د معلوماتو له مخې، د همکارو موسسو په مرسته په درې زره او ۷۸۰ کلیوالي او چټکو زده کړو ټولګیو کې ۹۵ زره او ۷۵ تنه او راستنو شویو او داخلي بېځایه شویو ۳۹ زره او ۱۱۴ تنه ته د زده کړې زمینه برابره شوې.

د نتایجو برېښنایي کېدو ملي پروسې پرانیستنه، د شهادتنامو د چټک ویش په موخه له افغان پست شرکت سره د تفاهم لیک لاسلیکول، په ۳۴ ولایتونو کې د شهادتنامو د الکترونیکي سیستم فعالول، د ۲۳۹ ښوونیزو نهادونو د بیارغونې پروژو بشپړېدل، د عملیاتي پلان بشپړ تطبیق، د ۲۱ زره او ۴۷۷ کارکوونکو او ښوونکو ګمارنه، د اسلامي زده کړو پروګرام کې د یو زر او ۱۰۷ استادانو ګمارنه، له کورنیو او بهرنیو همکارو موسسو سره د ۱۲۳ تفاهم لیکونو لاسلیکول، په اته ولایتونو کې د ۱۶ ښوونځیو جایدادونه او د لوګر ولایت د ښوونکو ښارګوټي یو زر او ۵۷۸ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو را ګرځول د پوهنې وزارت له لاسته راوړنو څخه دي.