د یمن د حوثیانو مشر عبدالمالک الحوثي خبرداری ورکړی، که د غزې د بشري مرستو محاصره په څلورو ورځو کې پای ته ونه رسېږي، د اسرائیلو پر ضد به سمندري بریدونه بیا پیل کړي.
له هغه راهیسې چې اسرائیلو پر غزه بریدونه پيل کړي، حوثیانو د فلسطینیانو په ملاتړ په سره سمندرګي کې د اسرائیلو لور ته په تلونکو سوداګریزو او پوځي بېړیو لسګونه بریدونه کړي دي.
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شوی، چې صهیونیستي رژیم د روانې زېږدیزې میاشتې له دویمې نېټې راهیسي غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو مخه نیولې ده.
د یمن د حوثیانو مشر دغهراز ویلي، نړۍ د غزې د ځورېدونکو خلکو په محرومیت، چې حتې روغتیايي توکو ته هم لاسرسی نه لري، سکوت کړی او یوازې تماشه یې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اشغالګر رژیم په غزه کې د نسل وژنې په شمول خپلو ناوړه جنایاتو ته ادامه ورکړې. حتا په روغتیايي مرکزونو یې هم پوځي بریدونه کړي، چې له هر ډول بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.