د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په شپږمه نېټه (د پنجشنبې په ورځ) ”د اسلامي مذهبونو ترمنځ د پُل جوړولو“ په نړیوال کنفرانس کې چې د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کې ترسره شو، ګډون او وینا کړې.
شیخ عبدالحکیم شرعي په خپله وینا کې د سعودي عربستان له دولت او د اسلامي هېوادونو د پیوستون له سازمان څخه د دې ډول کنفرانس جوړولو له امله د مننې ترڅنګ ویلي؛ په افغانستان کې رسمي مذهب حنفي فقه ده خو امامان، علما او د ټولو مذهبونو پیروان هم د قدر او درناوي وړ دي.
نوموړي د ټولو اسلامي مذهبونو د عالمانو او امامانو ترمنځ هوکړه د ګډو موخو لپاره، په ځانګړي ډول په هغو لویو مسایلو کې چې له شرعي پلوه یووالي او پیوستون ته اړتیا لري، مهم او حیاتي بللی.
د عدلیې وزیر زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.
ښاغلي شرعي څرګنده کړې، د سعودي عربستان دولت کولی شي په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري او مثبت رول ولري.
همداراز نوموړي د فلسطین د مسلې په تړاو د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی پیغام بیان کړی.
شیخ عبدالحکیم شرعي زیاته کړې، د اسلامي امارت د زعیم امیرالمومنین نظر دا دی چې موږ د فلسطین پر وړاندې خپل مسولیت نه دی ادا کړی او د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت قضیه ده.
دغه کنفرانس د اسلامي هېوادونو د پیوستون سازمان له لوري جوړ شوی وو، دوه ورځو لپاره یې دوام وکړ او د اسلامي هېوادونو مقاماتو او د بېلابېلو هېوادونو اسلامي عالمانو په کې ګډون کړی وو.