د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د یمن د تعز ولایت د ذوباب سیمې ساحلونو ته نږدې دوې کیښتۍ، چې له ۱۸۰ ډېر کډوال پکې سپاره وو، په اوبو کې ډوبې شوې دي.
د یاد سازمان د خبر له مخې، د دې کیښتیو په سپرلیو کې لږ تر لږه ۱۲۴ نارینه او ۵۷ میرمنې شاملې وې، چې له جملې یې یوازې دوې یمنۍ خدمې ژغورل شوې او پاتې ټول ورک دي.
دا سازمان زیاتوي، وېره شته چې ښايي ټولو مسافرو او پاتې خدمو ژوند بایللی وي.
په یمن کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر ویلي، باور دا دی چې په کیښتیو کې سپاره مسافر ډېری د ایتوپیا کډوال دي او ګومان کېږي، چې پینځه د خدمې غړي یمني دي. په دواړو کیښتیو کې لږ تر لږه ۵۷ مېرمنې هم شاملې دي.
نوموړي زیاته کړې، له ځایي مسولینو سره کار کوو، تر څو وګورو څوک ژوندي ژغورلای شو، که نه.
سربېره پر دې په یوه بل افریقايي کوچني هېواد (جیوبوټي) کې دوې نورې کیښتۍ هم ډوبې شوې، چې دوه کډوال پکې مړه او نور ټول ژغورل شوي دي.