ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت د ښځو شرعي حقوقو ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې مېرمنې زموږ میندې، خویندې، لورګانې او د ژوند شریکانې دي. کوم حقوق چې اسلامي شریعت ورته معرفي کړي، اسلامي امارت د هغو حقوقو په ورکړه او ساتنه ځان مکلف بولي.

دغه‌راز د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د اسلامي امارت اولویت دی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې نن سبا افغان میرمنې له فزیکی او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې. هېڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري.

نوموړی ټینګار کوي، د اسلامي امارت د محاکمو او نورو اړوندو ارګانونو مکلفیت دی، چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله سعیه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو څخه ساتنه او څارنه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا؛ د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني میرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي.

نوموړی وايي؛ باید هېره نشي چې موږ د افغان میرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري او د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.