د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له استازو سره رغنده خبرو اترو ته ژمن دی.
نوموړي ویلي، چې اوکراین د دې جګړې له لومړۍ شېبې راهیسې د سولې په لټه کې دی او هیله لري، چې په اړینو پریکړو او اقداماتو به هوکړه وشي.
ټاکل شوې زیلنسکي راتلونکې اونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي او د یاد هېواد له ولیعهد محمد بن سلمان سره تر کتلو وروسته به د اوکراین ډیپلوماټیک او پوځي استازي له امریکایي پلاوي سره خبرې اترې وکړي.
له دې وړاندې بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې د مسکو او کیېف تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب په هڅو کې د روسیې په پرتله له اوکراین سره معامله ډېره ستونزمنه ده.
نوموړي زیاته کړې وه، چې امریکا له روسیې سره ډېره ښه پر مخ ځي او ښايي د کیېف په پرتله له مسکو سره معامله اسانه وي.
سربېره پر دې د ټرمپ حکومت له اوکراین سره پوځي مرستې بندې کړې او د فضایي تېکنالوژي شرکت مکسار رسنیو ته ویلي، چې امریکا د سپوږمکۍ ځینو انځورونو ته د اوکراین لاسرسی هم ځنډولی دی.
په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلینسکي د لیدنې پر مهال له ناندریو وروسته پر اوکراین فشارونه زیات شوي دي.
له بل لوري روسي ځواکونو پر اوکراین بریدونه جاري ساتلي او په تازه بریدونو کې یې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې تېره شپه پر بېلابېلو سیمو د روسي ځواکونو په بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي. دا بریدونه په دونیڅک، خارکایېف او دوبرپیلیا سیمو کې شوي دي.