ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران مذهبي مشر له امریکا سره خبرې اترې رد کړې

د تسنیم خبري اژانس له لوري په خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای له امریکا سره د خبرو اترو هر ډول امکان رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د واشنګټن غوښتنې به ونه منل شي.

نوموړي ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره ویلي، “ځینې حکومتونه او زورور شخصیتونه پر خبرو اترو ټینګار کوي، حال دا چې موخه یې د ستونزو حل نه دی، بلکې غواړي خپلې غوښتنې تحمیل کړي.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه(د کب ۱۷مه) ویلي وو، چې خامنه‌ای ته یې لیک استولی او تهران یې د هستوي خبرو اترو لپاره بللی دی.

هم‌مهاله د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د ټرمپ لیک یې نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زیاته کړې: “موږ هم همداسې اورېدلي، خو تر اوسه مو کوم څه نه دي ترلاسه کړي.”

له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ هم ویلي وو، چې د ټرمپ له لوري يې هېڅ لیک نه دی ترلاسه کړی.