ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری؛ که د مارچ تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه نشي، په جبري ډول به وایستل شي

د پاکستان حکومت د کورنېو چارو وزارت په دې هېواد کې ټولو افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، خبرداری ورکړی، چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې دې افغانستان ته ستانه شي او که ونه وځي، د پاکستان هېواد به یې په جبري ډول وباسي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي:”د ټولو ناقانونه بهرنیانو ایستلو په هکله د حکومت د پریکړې په دوام، ملي رهبرۍ اوس دACC  کارت لرونکو افغانانو بېرته ستنولو پریکړه هم کړې. ټولو غیرې قانوني بهرنیانو او اې سي سي کارت لرونکو ته لارښوونه کیږي، چې د مارچ تر ۳۱ مې پخپله خوښه ووځي، ځکه چې تر هغې وروسته به د ۲۰۲۵ کال د اپریل په لومړۍ نېټه د ایستلو بهیر پیل شي.“

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، چې د دې هېواد وروستي حکم اندېښمن کړي وايي، د پاکستان د حکومت لخوا دوی ته ورکړل شوې موده کمه ده او په دې موده کې نشي کولی خپل کارونه بشپړ او حسابونه راټول کړي.

بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له کوربه هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو په تړاو دې یو طرفه پرېکړه نه کوي او له افغانانو غواړي چې پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي.

د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران او پاکستان له سفیرانو عليرضا بېګدلي او عبیدالرحمن نظاماني څخه غوښتي وو، چې د کډوالۍ نړیوالو اصولو ته پاملرنه وکړي او د جبري ایستلو پر ځای منظم میکانیزم عملي کړي.