د چین دفاع وزارت اعلان کړی، چې دا هېواد به په راتلونکو ورځو کې له ایران او روسیې سره ګډ سمندري پوځي تمرین ترسره کړي.
د چین د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پوځي تمرینات به د ایران اوبو ته نږدې ترسره شي.
بلخوا تسنیم خبري اژانس ویلي، چې دا ګډ سمندري تمرینات راتلونکې سهشنبه (د کب ۲۱مه) د ایران سوېل ختیځ چابهار بندر ته نږدې په اوبو کې پیلېږي.
د ایران، روسیې او چین ګډ سمندري تمرینات په تېرو کلونو کې هر کال پرلهپسې ترسره کېږي.
دا خبر وروسته له هغه خپور شوی، چې د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهای د ټرمپ د لیک په اړه د ولسمشر د مذاکرې وړاندیز رد کړی او ټینګار یې کړی، چې د واشنګټن غوښتنې به ونه منل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره جمعه(د کب ۱۷مه) ویلي وو، چې خامنهای ته یې لیک استولی او تهران یې د هستوي خبرو اترو لپاره بللی دی.