ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پخواني جنرالان او افسران: ګاونډي هېوادونه دې د افغانانو حق بېرته ورته وسپاري

نن (یکشنبه، د کب ۱۹مه) په کابل کې ګڼ شمېر پخوانیو جنرالانو د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له ګاونډيو هېوادونو غوښتي، چې نړیوالو اصولو، قوانینو او ښه ګاونډیتوب ته په کتو دې ټولې هغه جنګي او ترانسپورټي الوتکې او تجهیزات، چې د افغانستان د ملت او خلکو ملکیت و، بېرته افغانستان ته وسپاري.

یادو جنرالانو په دې غونډه کې ویلي، چې امریکا د افغانستان وسلې او پوځي تجهیزات لوټ او له منځه یووړل.

دغه‌راز امریکا د اشغال پر مهال خپل زاړه او له کاره لوېدلي پوځي تجهیزات پر افغانستان وپلورل.

په دې غونډه کې پخواني جنرال کامران امان ویلي، چې امریکا د اشغال پر مهال خپل زاړه او له کاره لوېدلي نظامي تجهیزات پر افغانستان وپلورل.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا د ویتنام او عراق له جګړو پاتې شوي ټانکونه او وسلې رنک کړې او د افغانستان په پوځ یې وپلورلې.

د ښاغلي امان په وینا؛ امریکا افغانستان ته د دولت جوړونې او ملت جوړونې لپاره نه، بلکې د چور چپاول او د نشه‌يي توکو د ترویج، نفاق اچولو او د مسلمانانو د وژنې لپاره راغلې وه.

بل پخواني جنرال شعور ګل پښتون ويلي، ټرمپ دوه ځله اعلان وکړ چې زمونږ وسلې او وسایط راکړئ، خو امريکا چې زمونږ څومره وسلې له منځه وړې، د هغې يوه پر سلمه برخه يې هم نه دي راکړې.

امريکا چې له موږ وسلې غواړي، نو زموږ وسلې به څوک راکوي؟

نوموړي زیاته کړې: “موږ يوه پيړۍ مخکې اردو تشکيل کړې وه او پوځي نظام مو درلود. له هغه وخته تر اوسه مو څومره وسلې درلودې؟ د ننګرهار فرقې زر ټانګونه درلودل او مونږ ډېرې ثقيله وسلې درلودې.”

ښاغلي پښتون ویلي، چې امريکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ثقيله وسلې او ډيسي توپونه د کومک په نوم د ډاياک او ډي ډي ار په نامه له منځه يووړل.

د تېرې ادارې د دفاع وزارت سلاکار او د ګارنیزیون قومندان جنرال افضل امان ویلي، چې له افغانستان څخه بهر ته وړل شوې وسلې د افغان ملت حق دي. موږ له خپل حق څخه دفاع کوو او هېچاته یې نه ورپرېږدو.

نوموړی زیاته کړې، چې بهر ته وړل شوي تجهیزات او وسايط د ملت دي او هېڅوک حق نه لري ووایي، چې بايد امريکا ته وسپارل شي.

پخواني جنرال عبدالستار خټګر بیا ویلي، چې افغانستان تل له خپلو ګاونډيانو سره ښه تعامل کړی او له نورو هم ښه تعامل غواړي، خو که څوک تجاوز کول غواړي، نو د موږ تېر تاريخ دې وګوري، له ښه تعامل پرته يو بل تاريخ هم لري، چې هغه متجاوزینو ته غاښ ماتوونکی ځواب دی.

نوموړي زیاته کړې: “ټرمپ وايي چې د بګرام نيول او وسلې اخيستل غواړو، موږ پخواني جنرالان په اسلامي امارت غږ کوو، څنګه مو چې خپل هېواد له اشغاله خلاص کړ، هېچا ته اجازه ورنه کړئ چې خپل جنګونه له افغانستان څخه وکړي او دا خاوره د خپلو سیالانو سره د سيالۍ او د جګړې ډګر وګرځوي.”

ښاغلي عبدالستار ټینګار کړی؛ امريکا چې د وسلو دعوه کوي، موږ هم د هغو وسلو تاوان غواړو چې دوی له منځه وړې او موږ ته يې په مقابل کې کمزورې وسلې او مهمات راکړي دي.