ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي رژیم غزې ته د بشري مرستو له بندښت وروسته د دې تړانګې برېښنا هم پرې کوي

د الجزیرې د راپور له‌مخې، د صهیونیستي رژیم د انرژي وزیر ‘الي کوهن’ غزې ته د برېښنا د سملاسي بندلو امر کړی.

اي کوهن پر خپله اکس پاڼه لیکلي، یو امر یې لاسلیک کړی چې “ژر تر ژره غزې تړانګې ته د برېښنا لېږد پرې کړي”. نوموړي زیاته کړې “خبرې بس دي، نور د عمل وخت دی!”

د اسرائیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو له بندښت څه باندې یوه اونۍ وروسته د برېښنا د پرې کولو اعلان شوی.

صهیونیستي رژیم د اوربند هوکړې، چې ۱۵ میاشتنۍ جګړې ته یې د پای ټکی کېښود، په نادیده نیولو سره غزه کې څه باندې دوه میلیونه اوسېدونکو ته بشري مرستې ځنډولې دي. په دې جګړه کې نږدې ۵۰ زره فلسطینیان شهیدان شول او د اسرائیلو په بمباریو کې د غزې زیاته برخه ویجاړه او له منځه یووړل شوه.

اسرائیلي رژیم غواړي چې د اوربند لومړی پړاو وغځوي، حال دا چې حماس بیا دویم پړاو ته د ننوتو غوښتنه کوي او له پیله دواړو لوریو په همدې هوکړه کړې وه.

شنونکي وايي، د اسرائیلو له لوري دویم پړاو ته له ننوتلو انکار ښيي، چې دوی د غزې او مصر تر منځ په پوله د فلاډلفیا له دهلېز څخه د خپلو عسکرو وتلو ته لېوالتیا نه لري. فلاډلفیا مهم زون دی، چې غزه له مصر څخه بېلوي.

د اسرائیلي رژیم د برېښنا پرې کولو پرېکړه د دې لپاره کړې، چې پر حماس فشار راوړي ترڅو د اوربند لومړی پړاو وغځوي.

بل لور ته حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلو دغه کړنه غندلې او دا یې “د نه منلو وړ باج‌اخیستنه” بللې ده.

د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق په یوه بیانیه کې ویلي: “موږ د اشغالګرو له لوري، د خوړو، درملو او اوبو له محرومیت وروسته، د غزې د برېښنا پرې کولو پرېکړه په کلکو ټکو غندو.”

نوموړي زیاته کړې، چې دا زموږ پر خلکو او مقاومت د فشار راوړلو او نه منلو باج اخیستلو یوه ناوړه هڅه ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسېسا البانیس هم د اسرائیلي رژیم دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، هغه هېوادونه چې لا یې هم پر اسرائیلو بندیزونه نه دي لګولي له دې رژیم سره په نسل وژنه کې مرسته کوي.