ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مارک کارني د کاناډا لومړی وزیر شو

په کاناډا کې د لېبرال ګوند د ټاکنو د پايلو له مخې مارک کارني د لومړي وزير جسټین ټروډو ځاي ناستی شو او په راتلونکو څو ورځو کې به په رسمي ډول د نوې کابينې په جوړولو کار پیل کړي.

جسټین ټروډو شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د کاناډا د واکمن ګوند له مشري استعفا اعلان کړه او پر ځای یې د مرکزي بانک پخوانی رییس مارک کارني د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د دې هېواد د لیبرال ګوند د نوي مشر د ټاکلو لپاره رای‌اچونه، چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه، پرون (یکشنبه، د کب ۱۹مه) پای ته ورسېده او ۵۹ کلن مارک کارني د شاوخوا ۸۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د واکمن ګوند مشر شو.

ښاغلي کارني د یکشنبې په ماښام له بریا وروسته ویلي، چې کاناډا د امریکا د نوې ادارې د کړکېچونو له امله تیاره ورځې په مخ کې لري.

نوموړي پر ټرمپ، د تعرفو لګولو او دا چې غواړي کاناډا ۵۱م ایالت کړي، سختې نیوکې کړې دي.

مارک کارني ویلي، چې حکومت به یې تر هغو په امریکايي توکو د غچ اخیستنې تعرفې لیرې نه کړي، تر څو چې امریکایان درناوی ونه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې په کاناډايي توکو د ۲۵ سلنه تعرفې پلي کولو امر وکړ او ۴۸ ساعته وروسته یې وځنډاوه.

سربېره پر دې ټرمپ په مکرر ډول ویلي، چې کاناډا باید د امریکا ۵۱م ایالت شي. ترې دې چې د ټولنیزو رسنیو په پوسټونو کې یې هم جسټین ټروډو د کاناډا والي یاد کړی، چې د کاناډايي چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.