د فرانسې دفاع وزیر سباستین لکورنو ویلي، چې هېواد یې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټې څخه اوکراین ته د ۱۹۵ میلیونه یورو په ارزښت نظامي مرستې استوي.
لکورنو په یوه مرکه کې چې د فرانسوي ورځپاڼې “لا تریبون” سره یې کړې ویلي، په دې مرستو کې به ۱۵۵ میلیمتري توپخانهیي مرمۍ او د میراژ ۲۰۰۰ اوکرایني الوتکو لپاره AASM بمبونه شامل وي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې فرانسې اوکراین ته د پخوانیو نظامي تجهیزاتو لکه ټانکونو او زرهي موټرو لیږدول هم چټک کړي دي.