رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په جده کې لیدنه کړې ده.
په یاده کتنه کې دواړو لوریو د اوکراین د جګړې پای ته رسولو د هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د سعودي عربستان ولیعهد په دې ناسته کې د اوکراین دکړکېچ حل او سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
ټاکل شوې اوکرایني او امریکایي چارواکي نن (سهشنبه، د کب ۲۱مه) په همدې ښار کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په موخه خبرې اترې پیل کړي. یاد چارواکي به د سولې ټینګولو پر بڼه او شرایطو بحث وکړي.
په دې خبرو کې به روسیه نه وي او د امریکا او اوکراین ولسمشران به هم ګډون ونه کړي.