په ملګرو ملتونو کې د چین ځانګړي استازي فو کانګ له امنیت شورا څخه غوښتي، چې د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو لپاره د سفر د بندیز معافیت په پام کې ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې پر اسلامي امارت لګول شوي بندیزونه دې تعدیل شي، ترڅو د افغانستان له اوسني حکومت سره زیات تعامل ته زمینه برابره شي.
فو کانګ په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ باید دوام ومومي او دا مرستې باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
د چین استازي د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې سره ویلي، چې دا شتمني د افغانانو حق ده او امریکا یې باید پرته له کوم شرط څخه ازاده کړي.
سربېره پر دې په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلی نبنزیا د افغانستان په تړاو د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې له اسلامي امارت سره د همکارۍ پرته بل هیڅ لاره نشته.
د نوموړي په وینا، دا همکاري باید له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د رغنده تعامل او د افغانانو د اړتیاوو د درناوي پر بنسټ وشي.
ښاغلي نبنزیا له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د غیرې منطقي فشارونو پر ځای د عملي حل لارو په لټه کې شي او له اسلامي امارت سره همکاري پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبه، د کب ۲۰مه) د افغانستان په تړاو غونډه کړې ده.