د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او لوړو زدهکړو وزارت ترمنځ د څېړنیزو تجربو د شریکولو او د محصلینو لپاره د عملي کار زمینې برابرولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
یاد هوکړهلیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ترمنځ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان آخند حاجي سالم، د کرنې وزارت ځینو رییسانو او د بېلابېلو برخو متخصصینو په شتون کې لاسلیک شو.
د هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو کې د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د موجوده ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او وې ویل؛ د افغانستان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو سره له ډېرو هڅو، لږ حاصل ترلاسه کوي. اصلي لامل یې دا دی چې متخصصینو خپل څېړنیز معلومات بزګرانو ته نه دي انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ لا هم زموږ بزګران په دودیز ډول کار کوي، چې د تولیداتو کچه یې ټیټه ده. له همدې امله، د کرنې وزارت د لوړو زدهکړو وزارت متخصصینو ته جدي اړتیا لري، ځکه چې دوی کولی شي په ټولو برخو کې ظرفیت لوړ کړي.
د مولوي عطاالله عمري په وینا؛ که په کرنې وزارت کې ظرفیت لوړ شي او مثبت بدلون راشي، نو دا به د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي، ځکه چې ټول خلک کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري.
د کرنې وزیر د کرنې وزارت په چوکاټ کې د لابراتواري اسانتیاوو یادونه وکړه او یې ویل، چې دا لابراتوارونه د لوړو زدهکړو وزارت استادانو او محصلینو ته د عملي زدهکړو لپاره برابر دي.
ښاغلي عمري د دواړو وزارتونو ترمنځ د ګډو څېړنو، د کرنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د مرکز او ولایتونو په کچه د ګډو څېړنیزو کمېټو جوړولو او د کرنې وزارت لپاره د تخنیکي پلانونو په چمتو کولو کې د لوړو زدهکړو وزارت د متخصصینو د مرستې غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د کرنې ارزښت او د کرنې وزارت رول ته اشاره وکړه او د دواړو وزارتونو ترمنځ پر پراخې همکارۍ یې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل؛ موږ ژمن یو چې د امکان تر حده له کرنې وزارت سره بشپړه همکاري وکړو. په دې پریکړهلیک کې د هر وزارت دندې مشخصې شوي دي.
موږ کولی شو علمي موضوعات، چې تدریسوو، د کرنې وزارت په همکارۍ عملي کړو.
زموږ محصلین به هم عملي زده کړې وکړي، ځکه چې موږ ستاسو په څېر لابراتوارونه نه لرو، نو له همدې امله دا همکاري زموږ لپاره ډېره ارزښتناکه ده.
د لوړو زدهکړو وزیر د کرنې وزیر وړاندیزونه تایید کړل او د دواړو وزارتونو ترمنځ د صادقانه همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
نوموړي د خپل وزارت ټولو مرکزي او ولایتي رییسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت سره پراخه همکاري ولري.
وروسته، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یاد وزارت لابراتوارونو او اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زدهکړو وزارت محصلینو ته یې د عملي زده کړو د زمینې برابرولو یادونه وکړه.
همدارنګه، د کابل پوهنتون رییس ډاکتر اسامه عزیز د کرنې د اهمیت او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د دې تفاهملیک ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا تفاهملیک به د کرنې د ودې او د عملي زده کړو د پراختیا لپاره مهم ګام وي.
دا هوکړهلیک چې درې فصلونه او ۱۱ مادې لري، د علمي، څېړنیزو، تعلیمي او ظرفیت لوړونې فعالیتونو او د تخصصي او متعهد بشري ځواک روزنې لپاره لاسلیک شو، تر څو د هېواد د دیني او ملي ارزښتونو د اعتلا لپاره ګټور تمام شي.