د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت وایي؛ د دې وزارت د محتسبینو او د ځایي مسولینو په همغږۍ د رمضان المبارک میاشتې په مناسبت، په سوداګريزو مارکیټونو، هټیو او بازارونو کې د سود، احتکار، قیمت پلورنې څخه د مخنیوي او تر وخت تېر توکو د راټولولو د کمپاین په دوام د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د مارکیټونو او هټیو څخه د څارنې پر مهال زرګونه کیلو ګرامه تر وخت تېر توکي راټول کړي دي.
همداراز یاد وزارت زیاتوي، په دې بهیر کې د ښاروالیو لخوا ټاکل شوي نرخونه څارل شوي او د سود، احتکار او قیمت پلورنې مخنیوی ترسره شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا کمپاین به تر هغې دوام ومومي، چې په بازارانو کې د ظلم او بېعدالتیو مخنیوی وشي او په اسلامي ارزښتونو سمبال اقتصادي چاپېریال رامنځته او بازارونو کې شته ستونزې حل شي.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت تل د یو سالم او په اسلامي ارزښتونو سمبال اقتصادي چاپېریال رامځته کولو لپاره هڅې کړي او یادې هڅې به په بشپړ جدیت دوام ولري.