د الجزيرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو یو ځل بیا د غزې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې د یوې ماشومې په شمول لږ تر لږه ۸ فلسطینیان شهیدان شوي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۵۰۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۱ زره او ۹۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.
سربېره پر دې اسرائيلو رژیم له تېرو څو ورځو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو مخه نیولې او د دې تړانګې برېښنا يې هم پرې کړې ده.
ملګرو ملتونو او بشري سازمانونو له اسرائیلو غوښتي، تر څو غزې ته د ټولو بشري مرستو د لېږد مخنیوی پای ته ورسوي.
هممهاله حماس اسلامي غورځنګ ویلي، چې له اسرائیلو سره به د اوربند د خبرو نوی پړاو پیل شي.
په منځني ختیځ کې د امریکا استازی سټیو ویټکاف د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی، تر څو غزه کې د اوربند په تړاو خبرې پیل کړي.