ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس د ايران او الماني شرکتونو له استازو سره لیدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ايران ترانسفو شرکت او TME الماني شرکت استازو سره د برېښنا سکټور ودې او پراختيا په برخه کې د ګډو همکاريو په تړاو لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ايران ترانسفو شرکت د صادراتو د برخې مشاور ډاکټر رحيمي د ترانسفارمرونو، ډيجيټل سازۍ، نوې کېدونکې انرژۍ او برېښنا سکټور په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاريو په تړاو لېوالتیا ښودلې او د ايران ترانسفو شرکت د فعاليتونو په تړاو یې وضاحت ورکړی.

په ورته مهال الماني شرکت TME استازي عصمت اکبري د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنايي تجهيزاتو د عارضو، سبسټيشنونو، شبکې پراختيا او  ګڼو تخنيکي برخو کې د همکاريو د چمتوالي يادونه کړې.

ډاکټر عبدالباري عمر د يادو شرکتونو مسولینو او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د افغانستان برېښنا شرکت د يوه ملي او پياوړي شرکت په توګه چمتو دی، چې د برېښنا ملي شبکې پراختيا په برخه کې له کورنيو او بهرنيو پانګوالو سره همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت کې د پانګونې د فرصتونو او ملاتړ په تړاو معلومات شريک کړي او د يادو شرکتونو د استازو او د افغانستان برېښنا شرکت د تخنيکي غړو ترمنځ د ګډو همغږي کوونکي ناستو يادونه یې کړې.