د جهادي ارزښتونو لوی رییس مولوي ذبیح الله نوراني د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرستیال محمد کاظم طارق سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د جهادي ارزښتونو د خوندي کولو، مستندولو، او د زندانیانو د اثارو د راټولولو پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
د ناستې په ترڅ کې ښاغلي نوراني د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست د فعالیتونو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ د یاد ریاست له لوري د جهادي اثارو د راټولولو، مستندولو او په ولایتونو او ولسوالیو کې د جهادي کارنامو ثبتولو ته جدي پاملرنه شوې ده.
د مولوي ذبیح الله نوراني په وينا؛ د جهادي اثارو د خوندي کولو لپاره ځانګړی موزیم جوړ شوی، چې هلته ارزښتناک اثار انتقالېږي، که اسناد وي، په رسمي آرشیف کې خوندي کېږي او که داسې آثار وي، چې د کتابتون برخه جوړولی شي، نو په ځانګړي کتابتون کې ځای پر ځای کېږي، د شهیدانو د سوانحو د راټولولو چارې هم په مرکز او ولایتونو کې په منظمه توګه روانې دي، تر څو د دوی تاریخ، قربانۍ او مبارزې مستندې او راتلونکو نسلونو ته انتقال شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مرستیال محمد کاظم طارق د یادو هڅو ستاینه کړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
نوموړي ویلي؛ په زندانونو کې د بندیانو فکري، تاریخي او علمي اثارو ته پاملرنه کوي او چمتو دي، چې دا ډول مواد راټول او مستند کړي او د جهادي ارزښتونو لوی ریاست سره په یاده برخه کې همکاري وکړي.
په پای کې دواړو لوریو د لا ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی، تر څو د جهادي تاریخ او ارزښتونو د ساتنې لړۍ لا پیاوړې شي.