محمدشریفالله چې د کابل هوایي ډګر په برید کې د اصلي طراح په تور نیول شوی و، له څېړونو وروسته ثابت شوه چې نوموړی د یاد برید اصلي پلان جوړوونکی نه دی.
د افبيای ځانګړي افسر سېټ پارکر محکمې ته ویلي، چې محمدشریفالله د کابل د هوایي ډګر په برید کې اصلي طراح نه و، بلکې یوازې یې په دې برید کې مرسته کړې وه.
د شریفالله وکیل هم ویلي، چې هغه د دې برید اصلي طراح نه دی.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې وه، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱ برید اصلي طراح نیولی دی.