ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کډوالو وزارت د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې وکړې

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د ډنمارک د کډوالو ټولنې جي آر اس او د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې سره د اووه میلیونه، ۳۸۵ زره او ۸۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

یاد وزارت زیاتوي؛ د دې هوکړه لیکونو له مخې دغه موسسې به یاد مقدار پیسې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو کې د نغدي پیسو په وېش، د سرپنا د ساتنې او ښه والي، د لمریزې بریښنا یا سولرونو د وسایلو کڅوړو، ظرفیت جوړونې او د فني او حرفوي زدکړو په برخو کې لګوي، چې ۳۷ زره او ۷۱۸ بېځایه شوي، راستانه شوي، د کوربه ټولنې غړي او ۸۶۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

دا هوکړه لیک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو موسسو د استازو له لوري لاسلیک شو.